الوتني

د کابل د هوا وضعیت


         

په کابل کی د آذان شرعی وختونه

د اجرا په حال کې...

د نن ورځی د اسعارو بیه

1 دالر 63.90 افغانی
1 یورو 74.40 افغانی
1 درهم 17.47 افغانی
1 تومان 0.35 افغانی
1 کلدار 0.223 افغانی
1 هندی 0.74 افغانی

د کابل ورځپاڼی

د اوومې ناحیې په ۳۵م ګذر کې د فرعي سړک د جوړولو چارې روانې دي


د اوومې ناحیې د ۳۵م ګذر اړوند د بي‌بي شمسیه په سیمه کې د فرعي سړک د جوړولو چارې د کابل ښاروالۍ له خوا او د ملګرو ملتونو د پروژې خدمتونو د دفتر په مرسته روانې دي.
د کابل ښاروالۍ د برنامو او پروژو د تنظیم ریاست د معلوماتو له مخې، دغه پروژه په ټولیزه توګه د ۸۱۵ مترو په اوږدوالي او له ۴ څخه تر ۵ مترو پورې سور سره پلي کېږي.
یاده پروژه تر اوسه څه باندې ۵۰ سلنه پرمخ تللې او ټاکل شوې ده تر راتلونکې یوې میاشتې پورې بشپړه او ګټې اخیستنې ته وسپارل شي.
پاتې دې نه وي چې، په دې پروژه کې یو شمېر هېوادوالو ته د کار زمینه هم برابره شوې ده.