
د نهمې، اتلسمې او نولسمې ناحیې اړوند د کابل- جلال آباد له سړک څخه تر صنعتي پارکونو او پر دوام یې د کابل- پروان تر سړک پورې د نوي نښلوونکي سړک د جوړولو بنسټیزې چارې روانې دي.
د کابل ښاروالۍ د برنامو او پروژو د تنظیم ریاست د مسئولینو په وینا، دغه سړک چې د ۳۵۴۴ مترو په اوږدوالي او ۶۰ مترو سور په دوو لیکو کې، د ۶۳۱ مترو په اوږدوالي یوه کانال، پلیو لارو، لښتیو، څراغونو او په سړک د کرښو اچولو په ګډون ډیزاین شوی دی، د کابل د ختیځ او شمال ختیځ زون د ترافیکي بهیر د تنظیم په برخه کې مهم رول لري.
هڅه کېږي څو دغه پروژه له یوه کال څخه په کمه موده کې بشپړه او ورسره جوخت به د یادو ناحیو اوسېدونکو ته د تګ راتګ په برخه کې د پام وړ اسانتیاوې رامنځته شي.
د کابل- جلال آباد او کابل- پروان سړکونو ترمنځ د نوي نښلوونکي سړک د جوړولو چارو دوام


