الوتني

د کابل د هوا وضعیت


         

په کابل کی د آذان شرعی وختونه

د اجرا په حال کې...

د نن ورځی د اسعارو بیه

1 دالر 63.90 افغانی
1 یورو 74.40 افغانی
1 درهم 17.47 افغانی
1 تومان 0.35 افغانی
1 کلدار 0.223 افغانی
1 هندی 0.74 افغانی

د کابل ورځپاڼی

د کابل ښار په لوېدیځ زون کې د کابل- کندهار سړک د جوړولو پروژې لومړنۍ چارې پیل شوې


د کابل ښاروالۍ د کار، ساتنې او مراقبت ریاست له خوا د کابل په لوېدیځ زون کې د څوارلسمې ناحیې اړوند د کمپنۍ له پله څخه د قلعه حیدر سیمې د ګچ تر فابریکې پورې د ۷۰۰ میلیونه افغانیو په لګښت د کابل- کندهار سړک د جوړولو او پراختیا لومړنۍ چارې پیل شوې.
د کابل ښاروالۍ ویاند مولوي فضل الرحمن رحماني په دې اړه وویل: د کابل ښاروالۍ مشرتابه د اقتصادي دهلیزونو پراختیا ته ژمنتیا لري او دا سړک هم د کابل ښار د یوه مهم اقتصادي دهلیز په توګه په معیاري توګه جوړېږي څو د هېوادوالو ترانسپورتي اړتیاوې پوره شي.
ورته مهال د کابل ښاروالۍ د کار، ساتنې او مراقبت ریاست فني مرستیال انجنیر محمد داود ځواب وویل چې، دغه سړک د کابل ښاروالۍ د ښاري زېربناوو ریاست د ډیزاین له مخې د ۷ کیلو مترو په اوږدوالي او ۶۰ مترو په سور سره ډیزاین شوی دی چې، د جوړولو چارې به یې د ۱۸ میاشتو په موده کې بشپړې شي.
د مسئولینو په وینا؛ یاد سړک د سیمو د اقتصادي ودې په برخه کې ځانګړی اهمیت لري او د کابل- کندهار لویې لارې مسافرینو ته به د تګ راتګ په برخه کې ګڼې آسانتیاوې رامنځته شي.
په لومړي پړاو کې به د دې سړک په اوږدو کې شته خنډونه پاک شي.
د یادونې وړ ده چې، د دې سړک په اوږدو کې ۲۵۶ ملکیتونه تر استملاک لاندې دي چې، د اصولو او کړنلارې له مخې به یې مالکانو ته بدیل حقونه ورکړل شي.