
د کابل ښاروالۍ له لوري د دویمې ناحیې اړوند په بهارستان سیمه کې د یوه فرعي سړک د جوړولو چارې روانې دي او ټاکل شوې ده تر راتلونکې یوې نیمې میاشتې پورې بشپړې شي.
دا سړک ۷۰ متره اوږدوالی او ۷ متره سور لري چې، د لښتیو، پلیو لارو او ګلدانونو په ګډون ډیزاین شوی دی.
د دې پروژې په بشپړېدو سره به د سیمې اوسېدونکو ته د تګ راتګ په برخه کې ګڼې آسانتیاوې رامنځته شي.
د مسئولینو په وینا؛ د دې پروژې له پلي کولو څخه موخه د ښاري زېربناوو ښه والی او د غوره ښاري خدمتونو وړاندې کول دي.
په بهارستان کې د یوه فرعي سړک د جوړولو چارې روانې دي


