الوتني

د کابل د هوا وضعیت


         

په کابل کی د آذان شرعی وختونه

د اجرا په حال کې...

د نن ورځی د اسعارو بیه

1 دالر 63.90 افغانی
1 یورو 74.40 افغانی
1 درهم 17.47 افغانی
1 تومان 0.35 افغانی
1 کلدار 0.223 افغانی
1 هندی 0.74 افغانی

د کابل ورځپاڼی

له امید سبز ښارګوټي څخه تر عرفاني سړک پورې د سړک جوړولو چارې روانې دي


د دیارلسمې ناحیې اړوند له امید سبز ښارګوټي څخه تر عرفاني سړک او پر دوام یې تر قلعه قاضي پورې د سړک جوړولو چارې روانې دي او ځیني برخې به یې ډېر ژر قیر کولو ته چمتو شي.
دغه سړک چې، له امید سبز ښارګوټي څخه تر عرفاني سړک پورې ۳۸۳۴ متره اوږدوالی، ۴۵ متره سور او پر دوام یې تر قلعه قاضي ( حلقوي سړک) پورې ۱۱۴۶ متره اوږدوالی او ۲۰ متره سور لري ، د لښتیو، پلیو لارو، ګلدانونو، څراغونو، په سړک د کرښو اچولو او د یوه معیاري سړک د نورو جزئیاتو په ګډون به په اساسي توګه جوړ او ورسره جوخت به له یوې خوا د سیمو اقتصادي ودې ته زمینه برابره او بله خوا به ښاریانو ته د تګ راتګ په برخه کې ګڼې آسانتیاوې رامنځته شي.