
کاردان پوهنتون د ۵۰۰ نیالګیو او زینتي بوټو په چمتو کولو سره د ښار په زرغونتیا کې برخه واخیسته.
د څلورمې ناحیې رئیس مولوي غلام محبوب عرفاني له یاد پوهنتون څخه د مننې ترڅنګ وویل چې، دغه نیالګي به د ترافیک، بست او د تایمني پروژې د څلورلارو په اوږدو کې کېنول شي او په ښه توګه به یې ساتنه وشي.
نوموړي له ټولو ښاریانو غوښتنه وکړه چې، د نیالګیو د کېنولو او ساتنې په برخه کې فعاله ونډه واخلي او په دې برخه کې د کابل ښاروالۍ له زرغونتیا ریاست سره مرسته وکړي.
ورته مهال د کاردان پوهنتون مسؤلینو له کابل ښاروالۍ سره د خپلو همکاریو پر دوام ټینګار وکړ او ویې ویل:
«دغه پوهنتون به په راتلونکي کې هم د ښاري پلانونو او برنامو د پلي کولو په برخه کې له کابل ښاروالۍ سره همکاري وکړي.»
د یادونې وړ ده چې، کاردان پوهنتون تېر کال هم د ښار د زرغونتیا په برخه ګډون کړی و او د کابل ښاروالۍ مشرتابه د دې علمي موسسې د ملي احساس او هېوادنۍ روحيې قدرداني کوي.
کاردان پوهنتون د ښار په زرغونتیا کې برخه واخیسته


