الوتني

د کابل د هوا وضعیت


         

په کابل کی د آذان شرعی وختونه

د اجرا په حال کې...

د نن ورځی د اسعارو بیه

1 دالر 63.90 افغانی
1 یورو 74.40 افغانی
1 درهم 17.47 افغانی
1 تومان 0.35 افغانی
1 کلدار 0.223 افغانی
1 هندی 0.74 افغانی

د کابل ورځپاڼی

د بره کي څلورلارې د بدیل سړک د جوړولو چارې ۷۰ سلنه پرمختګ لري


د څلورمې ناحیې اړوند د بره‌ کي څلورلارې د بدیل سړک د جوړولو پروژه ۷۰ سلنه پرمخ تللې او ټاکل شوې چې په راتلونکو دوو میاشتو کې بشپړه او یاد سړک د ترافیکو پر مخ پرانیستل شي.
دغه سړک چې له بره‌ کي سړک څخه تر کلوله‌پشتې سړک پورې غځېدلی، د بره‌ کي څلورلارې د ترافیکي ګڼې ګوڼې د کمښت په موخه، یوه له مهمو بدیلو لارو څخه ګڼل کېږي.
یاد سړک چې، ۶۵۵ متره اوږدوالی او ۲۰ متره سور لري، د ټولو تخنیکي او ښاري معیارونو په پام کې نیولو سره د جوړېدو په حال کې دی. د دې پروژې په بشپړېدو سره به ښاریانو ته د تګ راتګ په برخه کې د پام وړآسانتیاوې رامنځته شي.