الوتني

د کابل د هوا وضعیت


         

په کابل کی د آذان شرعی وختونه

د اجرا په حال کې...

د نن ورځی د اسعارو بیه

1 دالر 63.90 افغانی
1 یورو 74.40 افغانی
1 درهم 17.47 افغانی
1 تومان 0.35 افغانی
1 کلدار 0.223 افغانی
1 هندی 0.74 افغانی

د کابل ورځپاڼی

د کابل- جلال آباد تر سړک پورې د بګرامیو - لته بند سړک د جوړولو چارې روانې دي


د یو ویشتمې ناحیې اړوند د کابل- جلال آباد تر سړک پورې د بګرامیو – لته بند اصلي سړک د جوړولو چارې روانې دي او ټاکل شوې ده د روان کال په بهیر کې جوړ او ګټې اخیستنې ته وسپارل شي.
دغه سړک چې، ۳۳۰۰ متره اوږدوالی او ۶۰ متره سور لري، په څلورو لیکو کې ( دوه اصلي او دوه فرعي)، د استنادي دېوال، لښتیو، پلیو لارو، ګلدانونو، څراغونو، په سړک د کرښو اچولو او د یوه معیاري سړک د نورو جزئیاتو په ګډون ډیزاین شوی دی.
کابل ښاروالۍ په دې ورستیو کې د دې سړک د دویمې برخې د جوړولو چارې هم پیل کړې دي چې، اوس مهال پرمخ روانې دي.
د دې پروژو په بشپړېدو سره به له یوې خوا د کابل د سویل ختیځ زون ترافیکي بهیر ووېشل شي او بله خوا به ښاریانو ته د تګ راتګ په برخه کې ګڼې آسانتیاوې رامنځته شي.
یاد سړک د کابل ښار د اقتصادي دهلیز په توګه پېژندل کېږي چې، د تلپاتې پراختیا په برخه کې ځانګړی اهمیت لري.