الوتني

د کابل د هوا وضعیت


         

په کابل کی د آذان شرعی وختونه

د اجرا په حال کې...

د نن ورځی د اسعارو بیه

1 دالر 63.90 افغانی
1 یورو 74.40 افغانی
1 درهم 17.47 افغانی
1 تومان 0.35 افغانی
1 کلدار 0.223 افغانی
1 هندی 0.74 افغانی

د کابل ورځپاڼی

له علاءالدین درې لارې څخه تر تخنیکم پورې د سړک په اوږدو کې د موټرو دیوه پله جوړولو چارې روانې دي

د علاءالدین له درې‌لارې څخه تر تخنیکم پورې د نښلوونکې سړک په اوږدو کې د کابل سیند دپاسه د موټرو د تګ راتګ پله د جوړولو چارې، د کابل ښاروالۍ د کار، ساتنې او مراقبت ریاست له خوا روانې دي او هڅه کېږي چې په ټاکلي وخت بشپړې او یاد پل ګټې اخیستنې لپاره وسپارل شي.
دغه پل د ۲۸ مترو په اوږدوالي او ۱۸.۴ مترو په سور ډیزاین شوی دی. ورته مهال د علاءالدین له درې‌لارې څخه تر تخنیکم پورې د سړک د جوړولو چارې چې، ۱۷۶۷ متره اوږدوالی او ۳۰ متره سور لري، هم روانې دي.
د یادونې وړ ده چې، تر دې وړاندې د دې سړک څه باندې ۱۵۰۰ متره برخه قیر شوې او اوس مهال یې د پاتې برخو د جوړولو چارې تر لاس لاندې دي.
د سړک جوړولو په دې پروژه کې د لښتیو، پليو لارو او ګلدانونو جوړول، د څراغونونصبول او په سړک د کرښو اچول هم شامل دي.
د دغو دواړو پروژو په بشپړېدو سره به له یوې خوا د دارالامان سړک د چهلستون له سړک سره ونښلول شي او بله خوا به د ترافیکي ګڼه ګوڼې د کمښت تر څنګ، د سیمو اقتصادي ودې ته زمینه هم برابره شي.