
د دیارلسمې ناحیې اړوند د برچي له سړک څخه تر قلعه قاضي پورې د پُل خشک سړک د پراختیا لومړنۍ چارې چې، کیندنې، خاورې لېږدول او د خنډونو پاکول پکې شامل دي، د کابل ښاروالۍ له خوا او د سیمې د اوسېدونکو په مرسته روانې دي.
د کابل ښاروالۍ د برنامو او پروژو د تنظیم ریاست د معلوماتو له مخې؛ دغه سړک چې، د ۲۳۷۶ مترو په اوږدوالي او ۳۰ مترو په سور سره د لښتیو، پلیو لارو، ګلدانونو، څراغونو،په سړک د کرښو اچولو او د یوه معیاري سړک د نورو جزئیاتو په ګډون ډیزاین شوی دی، د روان کال په بهیر کې به جوړ شي.
د دې سړک په اوږدو کې ۲۹۶ ملکیتونه تر استملاک لاندې دي چې، د اصولو او کړنلارې له مخې به یې مالکانو ته بدیل حقونه ورکړل شي.
د سیمې د اوسېدونکو په وینا؛ د دې سړک په جوړېدو سره به له یوې خوا ترانسپورتي آسانتیاوې رامنځته او بله خوا به د سیمو د پلاني کېدو سربېره، اقتصادي ودې ته زمینه هم برابره شي.
د پُل خشک سړک د جوړولو لومړنۍ چارې روانې دي


