الوتني

د کابل د هوا وضعیت


         

په کابل کی د آذان شرعی وختونه

د اجرا په حال کې...

د نن ورځی د اسعارو بیه

1 دالر 63.90 افغانی
1 یورو 74.40 افغانی
1 درهم 17.47 افغانی
1 تومان 0.35 افغانی
1 کلدار 0.223 افغانی
1 هندی 0.74 افغانی

د کابل ورځپاڼی

د اتلسمې ناحیې په ۸م او ۹م ګذر کې د فرعي سړکونو د جوړولو چارې روانې دي


د کابل ښاروالۍ له خوا او د ملګرو ملتونو د پروژوي خدمتونو د دفتر په مرسته، د اتلسمې ناحیې په ۸م او ۹م ګذر کې د دوو فرعي سړکونو د جوړولو چارې روانې دي.
دغه سړکونه چې په ټولیزه توګه ۱۱۱۶ متره اوږدوالی او ۵ متره سور لري، د لښتیو په ګډون به د څلورو میاشتو په موده کې جوړ او ورسره جوخت به د سیمې د اوسېدونکو ګڼې ټولنیزې او د تګ راتګ ستونزې هوارې شي.
د فرعي سړکونو جوړېدل د چاپېریال او هوا له ککړتیا څخه د مخنیوي په برخه کې هم اغیزمن رول لري.
پاتې دې نه وي چې، په دې پروژه کې یو شمېر هېوادوالو ته د کار زمینه هم برابره شوې ده.