الوتني

د کابل د هوا وضعیت


         

په کابل کی د آذان شرعی وختونه

د اجرا په حال کې...

د نن ورځی د اسعارو بیه

1 دالر 63.90 افغانی
1 یورو 74.40 افغانی
1 درهم 17.47 افغانی
1 تومان 0.35 افغانی
1 کلدار 0.223 افغانی
1 هندی 0.74 افغانی

د کابل ورځپاڼی

د احمدشاه بابا مېنې له دویم بلاک څخه د بګرامیو تر سړک پورې د نښلوونکي سړک د جوړولو لومړنۍ چارې پیل شوې


د دولسمې ناحیې اړوند د احمدشاه بابا مېنې له دویم بلاک څخه د بګراميو تر سړک پورې د نوې نښلوونکې سړک د جوړولو لومړنۍ چارې د کابل ښاروالۍ له خوا پیل شوې.
دغه سړک چې ۱.۵ کیلومتره اوږدوالی او ۲۰ متره سور لري، د کابل ښاروالۍ د ښاري زېربناوو ریاست له خوا طرحه شوی او د یوه معیاري سړک ټولې برخې پکې شاملې دي.
د یاد سړک د جوړولو چارې به د کابل ښاروالۍ د برنامو او پروژو د تنظیم ریاست تر مدیریت لاندې په ۸ میاشتو کې په معیاري ډول بشپړې شي.
د دې سړک په بشپړېدو سره به له یوې خوا د بت‌ خاک (ملالۍ څلورلارې) ترافیکي ګڼه‌ګوڼه کمښت ومومي او بله خوا به د ورڅېرمه سیمو اقتصادي ودې او معیاري پراختیا ته زمینه برابره شي.
په دې پروژه کې د لښتیو، پلیو لارو، ګلدانونو او استنادي دېوالونو جوړول، د څراغونونصبول او په سړک د کرښو اچول هم شامل دي.