
په کابل ښار کې د ترافیکي ستونزو د کمښت په موخه، د اوومې ناحیې اړوند له پډولې سیمې څخه د فیصل تر ښارګوټي پورې د نوي نښلوونکي سړک د جوړولو لومړنۍ چارې د کابل ښاروالۍ له خوا پیل شوې.
ټاکل شوې ده دغه سړک چې، ۱۸۳۴ متره اوږدوالی او ۳۳ متره سور لري، د یو کال په موده کې په معیاري توګه جوړ شي.
د سړک جوړولو په دې پروژه کې د لښتیو، پلیولارو، ګلدانونو او استنادي دېوالونو جوړول، د څراغونو نصبول او په سړک د کرښو اچول هم شامل دي چې، په بشپړېدو سره به یې نه یوازې د ښار اقتصادي وده چټکه شي، بلکې په یادو سیمو کې به د معیاري او دوامدار پرمختګ لپاره زمینه هم برابره شي.
د غوره کیفیت د تضمین او په بریالي توګه د پروژې د پلي کېدو په موخه، دغه پروژه د کابل ښاروالۍ د برنامو او پروژو د تنظیم ریاست تر تخنیکي او فني څارنې لاندې پلې کېږي.
له پډولې څخه د فیصل تر ښارګوټي پورې د نښلوونکي سړک د جوړولو لومړنۍ چارې پیل شوې


