
د څلورمې ناحیې اړوند د پخواني تایمني له څلورلارې څخه د تایمني پروژې تر څلورلارې پورې د سړک د جوړولو او پراختیا چارې ۴۰ سلنه کاري پزمختګ لري او هڅه کېږي چې، تر راتلونکو څلورو میاشتو پورې بشپړې او یاد سړک ګټې اخیستنې ته وسپارل شي.
دغه سړک د ۶۱۲ مترو په اوږدوالي او ۳۰ مترو په سور سره د لښتيو، پلیولارو، ګلدانونو، څراغونو، په سړک د کرښو اچولو او د یوه معیاري سړک د نورو جزئیاتو په ګډون ډیزاین شوی دی.
د یاد سړک په جوړېدو سره به د تایمني او ورڅېرمه نورو سیمو اوسېدونکو ته ګڼې ترانسپورتي، ښاري او ټولنیزې آسانتیاوې رامنځته شي.
د پخواني تایمني له څلورلارې څخه د تایمني پروژې تر څلورلارې پورې د سړک جوړولو چارې ۴۰ سلنه کاري پرمختګ لري


