
د زرغونو سیمو د پراختیا او د ښاري ښکلا د زیاتوالي په موخه، د کابل ښاروالۍ د زرغونتیا ریاست له خوا د سېلو سړک په ګلدانونو کې ۴۰۰ د مرسل ګلان کېنول شول.
د زرغونتیا ریاست فني مرستیال مولوي محمد شاه همت د زرغونو سیمو د ساتنې اهمیت ته اشاره وکړه او ویې ویل: له دې ګلانو څخه به په معیاري توګه ساتنه وشي خو په دې برخه کې د ښاریانو مرسته اړینه ده.
نوموړي زیاته کړه چې، په راتلونکو ورځو کې به ۳ زره نور فصلي ګلان د سېلو، کارته مامورین او ورڅېرمو سیمو د سړکونو په ګلدانونو کې کېنول شي څو ښاري ښکلا لا زیاته شي.
مسئولینو وویل چې، زرغونې سیمې د ښاري ښکلا رامنځته کولو سربېره، د چاپېریال د پاک ساتلو او د ښاریانو په رواني لید کې مهم رول لري.
د سېلو سړک په اوږدو کې ۴۰۰ مرسل ګلان کېنول شول


