الوتني

د کابل د هوا وضعیت


         

په کابل کی د آذان شرعی وختونه

د اجرا په حال کې...

د نن ورځی د اسعارو بیه

1 دالر 63.90 افغانی
1 یورو 74.40 افغانی
1 درهم 17.47 افغانی
1 تومان 0.35 افغانی
1 کلدار 0.223 افغانی
1 هندی 0.74 افغانی

د کابل ورځپاڼی

د ګلباغ سړک د درېیمې برخې کاري پرمختګ؛ د ترانسپورتي شبکې د پراختیا په برخه کې مهم ګام


د ۵۳۱۴ مترو په اوږدوالي او ۳۳ مترو په سور سره د ګلباغ سړک د درېیمې برخې د جوړولو او پراختیا چارې چې، کیندنې، خاورې لېږدول او هوارول په بر کې نیسي په چټکۍ سره روانې دي.
دا سړک له ګلباغ پله څخه تر چهل دختران سیمې پورې د استنادي دېوال، لښتیو، پلیو لارو، ګلدانونو، څراغونو، په سړک دکرښو اچولو او د یوه معیاري سړک د نورو جزئیاتو په ګډون ډیزاین شوی دی څو ښاریان یوه معیاري سړک ته لاس رسی ومومي.
د کابل ښاروالۍ مسئولین له پروژو څخه په تخنیکي او فني دوامداره څارنه ټینګار کوي، څو کیفیت تضمین او په ټاکلي وخت بشپړې شي.
د ګلباغ سړک چې د کابل ښار له مهمو اقتصادي دهلیزونو څخه شمېرل کېږي، د کابل لوېدیځ له سویل سره نښلوي او په جوړېدو سره به یې ترافیکي ګڼه ګوڼه د پام وړ کمښت ومومي.