
د اتمې ناحیې اړوند د ستانکزي له څلورلارې څخه تر بګرامیو پورې د سړک جوړولو چارې ۶۰ سلنه پرمخ تللې او ټاکل شوې ده تر راتنونکو ۵ میاشتو پورې بشپړې او یاد سړک ګټې اخیستنې ته وسپارل شي.
یاد سړک چې په ټولیزه توګه ۲۵۳۰ متره اوږدوالی او ۴۰ متره سور لري، د یو کیلو متر په اوږدوالي یوې لیکې قیر چارې یې ترسره شوې او د پاتې برخو د جوړولو چارې یې روانې دي.
د سړک جوړولو په دې پروژه کې د لښتیو، پلیو لارو، ګلدانونو، زرغونو سیمو، د بایسکل چلولو لیکو او پلچکونو جوړول ، د څراغونو نصبول او په سړک د کرښو اچول هم شامل دي چې، په بشپړېدو سره به یې له یوې خوا د کابل- لوګر سړک د کابل- جلال آباد له سړک سره ونښلول شي او بله خوا به د سیمو اقتصادي ودې ته زمینه برابره شي.
له ستانکزي څلورلارې څخه تر بګرامیو پورې د سړک جوړولو چارې ۶۰ سلنه پرمخ تللې


