الوتني

د کابل د هوا وضعیت


         

په کابل کی د آذان شرعی وختونه

د اجرا په حال کې...

د نن ورځی د اسعارو بیه

1 دالر 63.90 افغانی
1 یورو 74.40 افغانی
1 درهم 17.47 افغانی
1 تومان 0.35 افغانی
1 کلدار 0.223 افغانی
1 هندی 0.74 افغانی

د کابل ورځپاڼی

د کارته‌ نو – قلعه زمان‌خان د سړک جوړولو پروژه ۶۰ سلنه کاري پرمختګ لري


د اتمې او شپاړلسمې ناحیې اړوند له کارته نو (د اوبو رسولو تر څېرمه) څخه د قلعه زمان خان تر عمومي سړک پورې د نوي نښلوونکي سړک د جوړولو چارې ۶۰ سلنه کاري پرمختګ لري.
دغه سړک چې، د ۳۰۷۰ مترو په اوږدوالي او ۳۰ مترو په سور سره د استنادي دېوالونو، لښتیو، پلیو لارو، ګلدانونو، د بایسکل چلولو لیکو، څراغونو او په سړک د کرښو اچولو په ګډون ډیزاین شوی دی، تر راتلونکو شپږ میاشتو پورې به یې د جوړولو چارې بشپړې او ورسره جوخت به له یوې خوا د کارته ‌نو سړک ترافیکي ګڼه ګوڼه کمښت ومومي او بله خوا به د کابل- جلال آباد لویې لارې پر لور ترافیکي بهیر په غوره توګه تنظیم شي.
د داسې معیاري سړکونو پراختیا، ښاریانو ته د تګ راتګ په برخه کې د آسانتیاوو رامځته کولو سربېره، د سیمو په اقتصادي وده کې هم مهم رول لري.