الوتني

د کابل د هوا وضعیت


         

په کابل کی د آذان شرعی وختونه

د اجرا په حال کې...

د نن ورځی د اسعارو بیه

1 دالر 63.90 افغانی
1 یورو 74.40 افغانی
1 درهم 17.47 افغانی
1 تومان 0.35 افغانی
1 کلدار 0.223 افغانی
1 هندی 0.74 افغانی

د کابل ورځپاڼی

د مکروریان- تنګي غارو سړک د دویمې برخې د جوړولو لومړنۍ چارې روانې دي


په کابل ښار کې د ترانسپورتي آسانتیاوو رامنځته کولو او د سیمو د اقتصادي ودې په موخه، د مکروریان له څلورلارې څخه تر تنګي غارو پورې د کابل–جلال‌آباد سړک د دویمې برخې د جوړولو او پراختیا لومړنۍ چارې روانې دي. د سړک جوړولو پروژه کې چې، له پکتیا کوټ څخه د تنګي غارو تر تالاشۍ پورې ۱۰٬۲۹۳ متره اوږدوالی او ۶۰ متره سور لري، د لښتیو، پلیو لارو، ګلدانونو او د بایسکل چلولو لیکو جوړول، د څراغونو نصبول او په سړک د کرښو اچول هم شامل دي. تر دې وړاندې د یاد سړک د لومړۍ برخې د جوړولو او پراختیا چارې هم د ماستر پلان مطابق، د ۹٬۳۹۸ مترو په اوږدوالي او د ۶۰ مترو په سور سره پیل شوې وې چې، تر اوسه پورې ۴۰ سلنه پرمخ تللې دي.
کابل ښاروالۍ د دا ډول زیربنایي پروژو په پلي کولو سره هڅه کوي چې، د ښار په بیلابیلو سیمو کې ترانسپورتي اسانتیاوې رامنځته او د اقتصادي ودې لپاره زمینه برابره کړي.