
د کابل ښاروالۍ له خوا او د ملګرو ملتونو د پروژوي خدمتونو د دفتر په مرسته، د دولسمې ناحیې په ۲۱م ګذر کې د یوه فرعي سړک کانکرېټ چارې روانې دي.
د کابل ښاروالۍ د برنامو او پروژو د تنظیم ریاست د معلوماتو له مخې؛ دغه سړک چې ۳۹۰ متره اوږدوالی او ۱۲.۵ متره سور لري، د لښتیو په ګډون ډیزاین شوی دی او تر راتلونکو ۲۰ ورځو پورې به یې د جوړولو چارې بشپړې او ورسره جوخت به د سیمې د اوسېدونکو ګڼې ستونزې هوارې شي.
پاتې دې نه وي چې، په دې پروژه کې یو شمېر هېوادوالو ته د کار زمینه هم برابره شوې ده.
د دولسمې ناحیې په ۲۱م ګذر کې د فرعي سړک کانکرېټ چارې روانې دي


