الوتني

د کابل د هوا وضعیت


         

په کابل کی د آذان شرعی وختونه

د اجرا په حال کې...

د نن ورځی د اسعارو بیه

1 دالر 63.90 افغانی
1 یورو 74.40 افغانی
1 درهم 17.47 افغانی
1 تومان 0.35 افغانی
1 کلدار 0.223 افغانی
1 هندی 0.74 افغانی

د کابل ورځپاڼی

د هوايي ډګر له څلورلارې څخه تر ګمرک سیمې د سړک په ګلدانونو کې د نیالګیو او زینتي بوټو د کېنولو چارې روانې دي


د زرغونو سیمو د پراختیا او د ښاري ښکلا د رامنځته کولو په موخه، د هوايي ډګر له څلورلارې څخه تر ګمرک سیمې پورې د نوي سړک په ګلدانونو کې د مورپان، شمشاد، ګنډېري او مرسل ګلانو د ۱۷۰۰۰ بوټو او نیالګیو د کېنولو چارې روانې دي.
دغه سړک چې۲۷۹۴ متره اوږدوالی او ۶۰ متره سور لري، د ښار له مهمو او سترو پروژو څخه شمېرل کېږي او تر اوسه یې د جوړولو چارې شاوخوا ۹۵ سلنه مخته تللې او ټاکل شوې ده پاتې چارې یې ډېر ژر بشپړې شي.
د هوايي ډګر له څلورلارې څخه تر ګمرک پورې سړک د پرمختللو معیارونو مطابق ډیزاین شوی دی، چې د ترافیکي بهیر د ښه تنظیم لپاره دوه اصلي او دوه فرعي لیکې لري.
په دې پروژه کې د کانالونو، اوسپنیزو کانکریټي پلچکونو، لښتیو، پلیو لارو، ګلدانونو او د بایسکل چلولو لیکو جوړول، د څراغونو نصبول او په سړک د کرښو اچول هم شامل دي.
د دې مهم سړک په جوړېدو سره به د صحت عامې ، مکروریانو او هوايي ډګر په څلورلارو او نورو نږدې سیمو کې ترافیکي ګڼه ګوڼه د پام وړ کمښت ومومي.