
د کابل ښاروالۍ له خوا او د ملګرو ملتونو د پروژوي خدمتونو د دفتر په مرسته، د نهمې ناحیې د ۲۱م ګذر اړوند د څلورم مکروریان سیمه کې د یوه فرعي سړک کانکرېټ چارې پیل شوې.
دغه پروژه د سیمې د ترانسپورتي ستونزو د هوارولو په موخه د پلي کېدو په حال کې ده.
یاد سړک چې، ۶۹۵ متره اوږدوالی او ۸.۵ متره سور لري، د لښتیو، ګلدانونو او پلیو لارو په ګډون ډیزاین شوی دی. د مسئولینو په وینا، دغه پروژه به په ښه کیفیت او معیاري توګه د یوې میاشتې په موده کې بشپړه شي.
د نهمې ناحیې مرستیال مولوي عبدالغفور په دې اړه وویل: تر دې وړاندې د یادې سیمې اوسېدونکي د تګ راتګ په برخه کې له ګڼو ستونزو سره مخ وو چې، د ناحیې په وړاندیز د دغه سړک د جوړولو چارې پیل شوې.
د نوموړي په وینا، د دې سړک جوړېدل، د ښاري او ترانسپورتي ستونزو د حل سربیره، د سیمې یو شمېر اوسیدونکوته کاري زمینه برابر شوې ده، یو داسې اقدام چې کولی شي د کورنیو د اقتصادي وضعیت په ښه کولو کې هم بنسټیز رول ولوبوي.
د څلورم مکروریان په سیمه کې د یوه فرعي سړک کانکرېټ چارې پیل شوې


