د لسمې ناحیې اړوند د هوايي بلاکونو له سیمې څخه تر څلور سوه بستریز روغتون پورې د نوي نښلوونکي سړک د جوړولو چارې روانې دي.
په دې پروژه کې اوس مهال د کیدنو، خاورې لېږدولو او د خنډونو پاکولو چارې تر لاس لاندې دي.
دا سړک د هوایي ډګر د یوې مهمې لارې په توګه ۱۱۶۹ متره اوږدوالی او ۲۰ متره سور لري چې، د لښتیو، پلیولارو، د سړک په اوږدو کې استنادي دیوالونو، څراغونو او په سړک د کرښو اچولو په ګډون ډیزاین شوی دی.
د دې سړک په جوړېدو سره به ترافیکي ګڼه ګوڼه کمښت ومومي او د شاوخوا سیمو اقتصادي او پراختیایي ودې ته زمینه برابره شي.
له هوايي بلاکونو څخه تر څلور سوه بستریز روغتون پورې د سړک چارې روانې دي


