
د نهمې ناحیې اړوند په شش درک سیمه کې د ۱۵۰۷ مترو په اوږدوالي او د ۳ او ۶ مترو په سور سره د ۶ فرعي سړکونو د پلیو لارو د جوړولو چارې روانې دي.
د کابل ښاروالۍ د برنامو او پروژو د تنظیم ریاست د معلوماتو له مخې، دغه سړکونه چې په ټولیزه توګه، ۱۵۰۷ متره اوږدوالی،۱۳ او ۲۴ متره سور لري، تر دې مهاله یې د جوړولو چارې ۷۰ سلنه کاري پرمختګ لري او ټاکل شوې ده تر راتلونکو دوه میاشتو پورې بشپړې او یاد سړکونه ګټې اخیستنې ته وسپارل شي.
تر دې وړاندې د سړکونو د خرابوالي له امله د سیمې اوسېدونکي له ګڼو ستونزو سره مخ وو، خو اوس د دغو سړکونو په جوړېدو سره دوی ته د تګ راتګ په برخه کې آسانتیاوې رامنځته شوې دي.
په شش درک سیمه کې د ۶ فرعي سړکونو د پلیو لارو د جوړولو چارې روانې دي


