
د کابل ښاروالۍ د کار، ساتنې او مراقبت ریاست له خوا د اوومې او شلمې ناحیې ترمنځ د کابل سیند د پاسه د ګلباغ د دویم اساسي پله د جوړولو چارې په چټکۍ سره روانې دي او ټاکل شوې ده تر راتلونکو ۳ میاشتو پورې جوړ او ګټې اخیستنې ته وسپارل شي.
د مسئولینو په وینا؛ دا پُل چې ښاریانو ته د تګ راتګ په برخه کې د آسانتیاوو رامنځته کولو په موخه، د ۲۶ مترو په اوږدوالي او د ۲۲ مترو په سور جوړېږي، د ۴۰ میخي ستنو په وسیله به ودرول شي.
د پلونو جوړول د ترافیکي بهیر د تنظیم، د ترانسپورتي شبکو د پراختیا او د تګ راتګ لپاره د آسانتیاوو رامنځته کولو په برخه کې ځانګړی اهمیت لري.
پاتې دې نه وي چې، دغه پروژه تر اوسه ۶۰ سلنه پرمخ تللې ده.
د ګلباغ د دویم پله د جوړولو چارې په چټکۍ سره روانې دي


