الوتني

د کابل د هوا وضعیت


         

په کابل کی د آذان شرعی وختونه

د اجرا په حال کې...

د نن ورځی د اسعارو بیه

1 دالر 63.90 افغانی
1 یورو 74.40 افغانی
1 درهم 17.47 افغانی
1 تومان 0.35 افغانی
1 کلدار 0.223 افغانی
1 هندی 0.74 افغانی

د کابل ورځپاڼی

افغان ملي بانک د ښار په ښکلا کې برخه واخیسته


د کابل ښاروالۍ د کلتوري چارو ریاست په غوښتنه، افغان ملي بانک د پښتونستان واټ د سړک په اوږدو کې د زنیتي ګلدانونو په نصبولو سره د ښار په ښکلا کې برخه واخیسته.
د کابل ښاروالۍ د کلتوري چارو ریاست له هغو ادارو او خصوصي سکټور څخه چې، تر دې دمه یې د ښار په ښکلا کې فعاله ونډه اخستې د مننې ترڅنګ ټینګار کوي چې، د ارزول شویو پلانونو او برنامو په پلي کولو سره به د ښار په بڼه کې مثبت بدلون راشي او د ښار بېلابېلې سیمې به د ښاري ښکلا د برنامې تر پوښښ لاندې ونیول شي څو د ښاریانو په رواني لېد او روحیې باندې مثبت اغیز وکړي.
د یادونې وړ ده چې، د کابل ښاروالۍ د کلتوري چارو ریاست تر دې وړاندې له ټولو ښاریانو او ادارو غوښتنه کړې ده، څو د خپلو ودانیو بیرونۍ بڼې پاکې او د زیانمنېدو په صورت کې یې رنګ کړي څو د ښار ښکلا ته زیان ونه رسېږي.