الوتني

د کابل د هوا وضعیت


         

په کابل کی د آذان شرعی وختونه

د اجرا په حال کې...

د نن ورځی د اسعارو بیه

1 دالر 63.90 افغانی
1 یورو 74.40 افغانی
1 درهم 17.47 افغانی
1 تومان 0.35 افغانی
1 کلدار 0.223 افغانی
1 هندی 0.74 افغانی

د کابل ورځپاڼی

د خیرخانې کوتل سړک د درېیمې برخې د جوړولو چارې په چټکۍ سره روانې دي


د کابل ښاروالۍ د کار، ساتنې او مراقبت ریاست له خوا د خیرخانې کوتل سړک د درېیمې برخې د جوړولو چارې په چټکۍ سره روانې دي.
یاد سړک چې، له سرای شمالي سیمې څخه ښي خوا ته، ۳۶۴۷ متره اوږدوالی او ۲۷ متره سور لري، هڅه کېږي څو یې پاتې برخې هم هرڅه ژر قیر کولو ته چمتو شي.
په دې پروژه کې د لښتیو، استنادي دېوالونو، د ۲۷ او ۸۳ مترو په اوږدوالي او د ۱.۵ او ۳.۶ مترو په سور پنځو پلچکونو او ګلدانونو جوړول، په سړک د کرښو اچول او د څراغونو نصبول هم شامل دي.
د خیرخانې کوتل سړک د کابل د شمال له اقتصادي دهلیزونو څخه شمېرل کېږي چې، د تګ راتګ د آسانتیاوو رامنځته کولو او د ترافیکي بهیر د وېش په برخه کې مهم رول لري.