الوتني

د کابل د هوا وضعیت


         

په کابل کی د آذان شرعی وختونه

د اجرا په حال کې...

د نن ورځی د اسعارو بیه

1 دالر 63.90 افغانی
1 یورو 74.40 افغانی
1 درهم 17.47 افغانی
1 تومان 0.35 افغانی
1 کلدار 0.223 افغانی
1 هندی 0.74 افغانی

د کابل ورځپاڼی

د ګلباغ سړک د څلورمې برخې د جوړولو چارې په چټکۍ سره روانې دي


د شلمې ناحیې اړوند له چهل دختران سیمې څخه د کابل- لوګر تر سړک پورې د ګلباغ سړک د څلورمې برخې د جوړولو چارې په چټکۍ سره روانې دي.
اړوند مسئولین وايي چې، ټاکل شوې دغه پروژه تر راتلونکو شپږو میاشتو پورې بشپړه او ګټې اخیستنې ته وسپارل شي.
دغه سړک چې، ۲۴۲۲ متره اوږدوالی او ۳۳ متره سور لري، د لښتیو، پلچکونو، پلیو لارو، ګلدانونو، څراغونو او په سړک د کرښو اچولو په ګډون ډیزاین شوی دی.
د یادونې وړ ده چې، د ګلباغ سړک له دارالامان ماڼۍ څخه د کابل – لوګر تر سړک پورې څه باندې ۱۲ کیلو متره اوږدوالی لري چې، په څلورو برخو کې ډیزاین شوی او د کابل لوېدیځ له سویل سره نښلوي. د دې سړک په جوړېد سره به د تګ راتګ په برخه کې ګڼې آسانتیاوې رامنځته شي.