د شپږمې ناحیې اړوند د علاءالدین له درې لارې څخه د چهاردهي تر چهار قلعه پورې نوی نښلوونکی سړک ۶۵ سلنه کاري پرمختګ لري چې، په جوړېدو سره به یې په ورڅېرمه سیمو کې ګڼې ترافیکي ستونزې هوارې شي.
دا سړک د ۱۹۰۲ مترو په اوږدوالي او ۲۰ متره سور سره د لښتیو، پلیو لارو، ګلدانونو، څراغونو او د یوه معیاري سړک د نورو جزئیاتو په ګډون ډیزاین شوی دی.
مسئولین وايي چې، یاده پروژه په ښه کیفیت پرمخ روانه ده او هڅه کېږي چې، تر راتلونکو دوه نیمو میاشتو پورې بشپړه او ګټې اخیستنې ته وسپارل شي.
د دې سړک په جوپړیدو سره به له یوې خوا د ښار درې مهمې سیمې، کارته سه، چهار قلعه چهار دهي او علاءالدین یو بل سره ونښلول شي او بله خوا به په یادو سیمو کې د ښاریانو د تګ راتګ په برخه کې د پام وړ آسانتیاوې رامنځته شي
له علاءالدین درې لارې څخه تر چهارقلعه چهاردهي پورې سړک ۶۵ سلنه کاري پرمختګ لري


