
د کابل – لوګر سړک د لومړۍ برخې د جوړولو چارې په چټکۍ سره روانې دي او هڅه کېږي څو دغه مهم ترانزیتي سړک په روان کال کې جوړ او ګټې اخیستنې ته وسپارل شي.
یاد سړک له نجات څلي څخه تر چرخ آب سیمې پورې د ۷ کیلو مترو په اوږدوالي او۶۰ مترو په سور سره د یوه کانال، پلچکونو، لښتیو، پلیو لارو، ګلدانونو، څراغونو او په سړک د کرښو اچولو په ګډون په معیاري توګه ډیزاین شوی دی.
تر اوسه په ۳ لیکو کې د یاد سړک ۴ کیلو متره برخه قیر شوې ده او د پاتې نورو برخو د جوړولو چارې یې په منظمه توګه روانې دي.
د کابل – لوګر سړک د ښار په سویلي زون کې د اقتصادي دهلیز په توګه پېژندل کېږي چې، په جوړېدو سره به یې له یوې خوا ښاري زیربناوې پراختیا ومومي او بله خوا به د سیمو اقتصادي ودې ته زمینه برابره شي.
ټاکل شوې ده په روان کال کې له چرخ آب سیمې څخه تر سنګ نوشتې پورې د یاد سړک د دویمې برخې د جوړولو چارې هم د کابل ښاروالۍ له خوا پیل شي
د کابل – لوګر سړک د لومړۍ برخې د جوړولو چارې په چټکۍ سره روانې دي


