
د کابل ښاروالۍ له خوا د ښار په ګڼهګوڼه لرونکو سیمو کې د پليو تګ کوونکو لپاره د ۱۰هوايي پلونو د جوړولو او نصب چارې د ۴۷ میلیونه افغانیو په لګښت تر لاس لاندې نیول شوې دي. په دې وروستیو کې د دولسمې او دوه ویشتمې ناحیو اړوند د بګراميو سړک په اوږدو کې د حسینخېلو لېسې مخې ته، د یوه هوايي پله چارې بشپړې او ګټې اخیستنې ته سپارل شوی دی.
تر اوسه پورې د ښار په بېلابېلو سیمو کې د پليو تګ کوونکو لپاره۶ هوايي پلونه نصب شوي دي او ټاکل شوې چې په نږدې راتلونکي کې نور څلور پلونه هم نصب شي، څو په ګڼهګوڼه لرونکو سیمو کې ښاریانو ته آسانتیاوې رامنځته او د ترافیکي پېښو کچه راکمه شي.
د حسینخېلو لېسې مخې ته پل ۵۲.۳ متره اوږدوالی، ۲.۲ متره سور او ۶.۱ متره لوړوالی لري، چې له څلورو فلزي ستنو او معیاري زینو سره طرحه او جوړ شوی دی.
د پليو تګ کوونکو لپاره د هوایي پلونو د جوړولو او نصب چارې دوام لري


