الوتني

د کابل د هوا وضعیت


         

په کابل کی د آذان شرعی وختونه

د اجرا په حال کې...

د نن ورځی د اسعارو بیه

1 دالر 63.90 افغانی
1 یورو 74.40 افغانی
1 درهم 17.47 افغانی
1 تومان 0.35 افغانی
1 کلدار 0.223 افغانی
1 هندی 0.74 افغانی

د کابل ورځپاڼی

د علاءالدین درې لارې - تخنیکم سړک په اوږدو کې د موټرو د پله کانکرېټ چارې روانې دي

د کابل ښاروالۍ د کار، ساتنې او مراقبت ریاست له خوا د علاءالدین له درې‌لارې څخه تر تخنیکم پورې د نښلوونکې سړک په اوږدو کې د کابل سیند د پاسه د موټرو د تګ راتګ یوه پله کانکرېټ چارې روانې دي او ټاکل شوې ده تر راتلونکې نږدې یوې میاشتې پورې به بشپړې شي.
دغه پل چې د ۲۸ مترو په اوږدوالي او ۱۸.۴ مترو په سور ډیزاین شوی دی، په جوړېدو سره به یې له یوې خوا د دارالامان سړک له چهلستون سړک سره ونښلول شي او بله خوا به ورڅېرمه سړکونو کې ترافیکي ګڼه ګوڼه کمښت ومومي. ورته مهال د علاءالدین له درې‌لارې څخه تر تخنیکم پورې د ۱۷۶۷ مترو په اوږدوالي او۳۰ مترو په سور سره د سړک د جوړولو چارې هم روانې دي.
د سړک جوړولو په دې پروژه کې د لښتیو، پليو لارو او ګلدانونو جوړول، د څراغونونصبول او په سړک د کرښو اچول هم شامل دي.