
د کابل ښاروالۍ د کار، ساتنې او مراقبت ریاست له خوا د پنځمې او شپږمې ناحیې اړوند له دیوان بیګي څخه تر مهتاب قلعه پورې د ۱۷۳۳ مترو په اوږدوالي او ۳.۲ مترو په سور، د تیږو په کارولو سره د پلیولارو د جوړولو چارې روانې دي.
تر دې وړاندې د یاد سړک لومړۍ طبقه قیر چارې بشپړې شوې دي او په نږدې ورځو کې به یې دویمه طبقه قیر چارې هم ترسره شي.
دا نوی سړک ۱۷۳۳ متره اوږدوالی او ۳۰ متره سور لري چې، په اوږدو کې یې د کابل سیند د پاسه د ۲۱.۵ مترو په اوږدوالي او۲۰ مترو په سور د موټرو یو اساسي پُل هم جوړ شوی چې، د سیمو په نښلولو کې مهم رول لري.
همدا راز په دې پروژه کې د لښتیو، پلیو لارو، د بایسکل چلولو لیکو او ګلدانونو جوړول، په سړک د کرښو اچول او د څراغونو نصبول هم شامل دي.
د دې سړک په جوړېدو سره به د کمپنۍ او برچي سړکونو د ترافیکي ګڼه ګوڼې د کمښت سربېره، ورڅېرمه سیمې هم اقتصادي وده وکړي.
د دېوان بیګي- مهتاب قلعه سړک د پلیو لارو د جوړولو چارې روانې دي


