الوتني

د کابل د هوا وضعیت


         

په کابل کی د آذان شرعی وختونه

د اجرا په حال کې...

د نن ورځی د اسعارو بیه

1 دالر 63.90 افغانی
1 یورو 74.40 افغانی
1 درهم 17.47 افغانی
1 تومان 0.35 افغانی
1 کلدار 0.223 افغانی
1 هندی 0.74 افغانی

د کابل ورځپاڼی

په وزیرمحمد اکبرخان مېنه او شېرپور سیمه کې د ۷ فرعي سړکونو د تېږو فرش چارې روانې دي


د لسمې ناحیې اړوند په وزیرمحمد اکبرخان مېنه او شېرپور سیمه کې په ټولیزه توګه د ۵۳۰۰ مترو په اوږدوالي او د ۱۲ مترو په سور سره د ۷ فرعي سړکونو د تېږو فرش چارې روانې دي.
له تېږو څخه په ګټه اخیستلو د سړکونو جوړېدل نه یوازې له ډېر مقاومت څخه برخمن دي بلکې، د باران اوبه هم جذبوي چې، دا کار د ځمکې لاندې اوبو د سرچینو په پیاوړتیا کې مرسته کوي.
په دې پروژه کې لښتي او پلې لارې هم شامل دي چې، بشپړېدو سره به یې د سیمې د اوسېدونکو د تګ راتګ ستونزې هوارې او ګڼو ترانسپورتي او ترافیکي آسانتیاوو ته به لاس رسی ومومي.