الوتني

د کابل د هوا وضعیت


         

په کابل کی د آذان شرعی وختونه

د اجرا په حال کې...

د نن ورځی د اسعارو بیه

1 دالر 63.90 افغانی
1 یورو 74.40 افغانی
1 درهم 17.47 افغانی
1 تومان 0.35 افغانی
1 کلدار 0.223 افغانی
1 هندی 0.74 افغانی

د کابل ورځپاڼی

د پغمان پخواني سړک د پاتې برخو د جوړولو او پراختیا چارې روانې دي


د کابل ښاروالۍ د کار ساتنې او مراقبت ریاست له لوري د څوارلسمې ناحیې اړوند پغمان پخواني سړک د پاتې برخو د جوړولو او پراختیا چارې روانې دي.
دا سړک د قرغې له بند څخه تر تاق ظفر پورې د ۹۱۵۳ مترو په اوږدوالي او د ۷ مترو په سور سره ډیزاین شوی دی.
تېر کال د ۸۵۰۰ مترو په اوږدوالي د دې سړک برخه جوړه شوې ده او اوس مهال یې د ۶۵۳ مترو په اوږدوالي پاتې برخې بنسټیزې چارې روانې دي څو قیز کولو ته چمتو شي.
په دې پروژه لښتي،استنادي دېوالونه او د سړک په اوږدو کې د ( ۹ او ۱۲) مترو په اوږدوالي، د (۲ او ۴ ) مترو په سور سره (۱۶) پلچکونه شامل دي.
د دې سړک په جوړېدو سره به له یوې خوا د پغمان او قرغې سیمو ترافیکي ګڼه ګوڼه کمښت ومومي او له بلې خوا به ښاریانو ته د تګ راتګ په برخه کې ګڼې آسانتیاوې رامنځته شي