د دولسمې ناحیې اړوند د احمدشاه بابا مېنې له دویم بلاک څخه د بګراميو تر سړک پورې د نوي نښلوونکي سړک د جوړولو لومړني چارې په منظم ډول روانې دي.
دغه سړک چې، ۱.۵ کیلومتره اوږدوالی او ۲۰ متره سور لري، د کابل ښاروالۍ د برنامو او پروژو د تنظیم ریاست تر مدیریت لاندې به په ۸ میاشتو کې په معیاري ډول جوړ او ورسره جوخت به له یوې خوا د ملالۍ څلورلارې (بتخاک څلورلارې) ترافیکي ګڼهګوڼه کمښت ومومي او بله خوا به ښاریانو د تګ راتګ په برخه کې ګڼې اسانتیاوې رامنځته شي.
پاتې دې نه وي چې، په دې پروژه کې د لښتیو، پلیولارو، ګلدانونو او استنادي دېوالونو جوړول، د څراغونونصبول او په سړک د کرښو اچول هم شامل دي.
د احمدشاه بابا مېنې او بګرامیو تر منځ د نښلوونکي سړک د جوړولو لومړنۍ چارې روانې دي


