
آی انجنیرینګ شرکت د پروان دو څلورلارې په اوږدو کې د ۳۰۰ بوټو ګلانو او نیالګیو په کېنولو سره د ښار په زرغونتیا کې فعاله برخه واخیسته.
د کابل ښاروالۍ د زرغونتیا ریاست فني مرستیال مولوي محمد شاه همت د زرغونتیا په برخه کې د بنسټونو او ادارو له مرستې مننه وکړه او ویې ویل: د ارزول شویو پلانونو له مخې به ښاري ښکلا او زرغونې سیمې پراختیا ومومي او د ښار ګڼې سیمې به د نیالګیو او زینتي بوټو د کېنولوبرنامې تر پوښښ لاندې ونیول شي. نوموړي له ښاریانو وغوښتل چې، د زرغونو سیمو په ساتنه کې مرسته وکړي.
ورته مهال د یاد شرکت استازي فریدون وردګ له کابل ښاروالۍ سره د نورو مرستې ژمنه وکړه او ویې ویل چې، دغه شرکت به په راتلونکې کې له یادې ادارې سره د ښاري پلانونو د پلي کولو په برخه کې همکاري وکړي. نوموړي له نورو ادارو او ښاریانو هم غوښتنه وکړه چې، د ښاري ښکلا په برنامو کې ونډه واخلي او خپل ښاري مسئولیت اداء کړي.
آی انجنیرینګ شرکت د ۳۰۰ بوټو ګلانو او نیالګیو په کېنولو سره د ښار په زرغونتیا کې برخه واخیسته


