الوتني

د کابل د هوا وضعیت


         

په کابل کی د آذان شرعی وختونه

د اجرا په حال کې...

د نن ورځی د اسعارو بیه

1 دالر 63.90 افغانی
1 یورو 74.40 افغانی
1 درهم 17.47 افغانی
1 تومان 0.35 افغانی
1 کلدار 0.223 افغانی
1 هندی 0.74 افغانی

د کابل ورځپاڼی

د برچي سړک په اوږدو کې د پلیو تګ کوونکو لپاره هوايي پُل نصب شو


د ښاري نظم د رامنځته کېدو او له ترافیکي پېښو څخه د مخنیوي په موخه، د دیارلسمې ناحیې اړوند د برچي سړک په اوږدو کې د آصف مایل لېسې مخې ته، د پلیو تګ کوونکو لپاره یو هوايي پُل نصب شو.
دغه پُل د کابل ښاروالۍ له خوا په ګڼه ګوڼه لرونکو سیمو کې د ۱۰هوايي پلونو د جوړولو پروژې په چوکاټ کې جوړ شوی دی. د مسئولینو په وینا؛ تر اوسه د ښار په بېلابېلو برخو کې شپږ پلونه جوړ او نصب شوي او ټاکل شوې ده څلور نور هم په نږدې راتلونکې کې په اړتیا وړ سیمو کې نصب شي.
د دې پروژې د پلي کېدو موخه، ښاریانو ته د خوندي تګ راتګ د زمینې برابرول دي څو په ګڼه ګوڼه لرونکو سیمو کې له ترافیکي پېښو څخه مخنیوی وشي.
د آصف مایل لېسې مخې ته پُل ۳۲.۹ متره اوږدوالی، ۲.۲ متره سور او ۶.۱ متره لوړوالی لري چې، د څلورو فلزي پایو( ستنو) او ۱۲۴ متره کټارو او زینو په ګډون ډیزاین شوی دی.