الوتني

د کابل د هوا وضعیت


         

په کابل کی د آذان شرعی وختونه

د اجرا په حال کې...

د نن ورځی د اسعارو بیه

1 دالر 64.56 افغانی
1 یورو 73.79 افغانی
1 درهم 17.39 افغانی
1 تومان 0.00039 افغانی
1 کلدار 0.217 افغانی
1 هندی 0.74 افغانی

د کابل ورځپاڼی

د پراختیايي پلانونو د پلي کولو په موخه، د شپږو ښارګوټو ځمکه کابل ښاروالۍ ته وسپارل شوه

15 ثور 1405


د ا.ا.ا د مشرتابه د فرمان په اساس په کابل ښار کې د پراختیايي پلانونو د پلي کېدو په موخه، (د ۲۱مې ناحیې اړوند د سناتور جنت‌ګل‌خان ښارګوټي، د ۱۴مې ناحیې اړوند د سردار محمد داودخان ښارګوټي، د ۸مې ناحیې اړوند د میرویس ښارګوټي، د بګرامي په سیمه کې د دولت‌زي ښارګوټي او د ۲۲مې ناحیې اړوند د علاءالدین او حبیب‌الله ځاځي ښارګوټي) د ځمکو د لېږد په موخه، د کرنې اوبو لګولو او مالدارۍ وازت او کابل ښاروالۍ ترمنځ د دولتي ځمکو د لېږد پروتوکول لاسلیک شو.
دغه پروتوکول د اسلامي امارت د چارو ادارې د لوی رئیس شیخ‌الحدیث نورالحق «انور»، کابل ښاروال مولوي عبدالرشید او د ځمکو (اراضي) د عمومي رئیس مولوي محمود مظلوم په شتون کې د کابل ښاروالۍ د ملکیتونو د رئیس مولوي عطاءالله او د ځمکو ریاست د ځمکو د لېږد او وېش د رئیس حافظ عبدالکبیر زاهد له خوا لاسلیک شو.
په دې مراسمو کې د چارو ادارې رئیس وویل: دغه پروتوکول د امارتي ځمکو د پلور او وېش قانون د ۱۴مې مادې د (۲) فقرې او د ۱۴/۸/۱۴۴۷ هـ ق نېټې د حکم پر بنسټ لاسلیک شوی دی.
د نوموړي په وینا؛ د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت د ځمکو عمومي ریاست د سپارونکي او کابل ښاروالۍ د ترلاسه کوونکي په توګه ټاکل شوي دي.
ښاغلي انور زیاته کړه چې، یادې ځمکې تر تخنیکي او اصولي ارزونې وروسته، د اړوندو وزارتونو، د کابل ولایت مقام، کابل ښاروالۍ او د ځمکو ریاست د استازو له خوا د لېږد په موخه تایید شوې دي. د دې پروتوکو به دغه ځمکې د کابل ښاروالۍ د ځانګړي ملکیت په توګه ثبت او په اړوندو ناحیو کې به د ښاري پلانونو د پلي کولو لپاره وکارول شي.
همدا راز هغه ښارګوټي چې بېرته ترلاسه شوي دي، په بېلابېلو سیمو کې به د قانوني پړاوونو تر بشپړېدو وروسته له دولتي ځمکو څخه جلا او د کابل ښاروالۍ په نوم به د ځمکو په بانک کې ثبت شي. اړوند سندونه، لکه د پروتوکول نقل، د ارزونې سندونه، د سیمې کروکي او نور اړین احکام به د ځمکو عمومي ریاست له خوا اړوندو ادارو ته واستول شي.
له غصب څخه د بېرته راګرځول شویو ځمکو په لېږد سره به کابل کې په اغېزمنه توګه د پراختیايي پلانونو پلي کېدو او د ښاري زېربناوو پراختیا ته زمینه برابره شي.
د یادونې وړ ده چې، په دې ښارګوټو کې د تثبیت شوو ځمکو اندازه په لاندې ډول ده:
د سناتور جنت‌ګل‌خان ښارګوټی: ۳۷۰۳۶ جریبه امارتي ځمکه.
د سردار محمد داودخان ښارګوټی: ۵۵۶ جریبه امارتي ځمکه.
د میرویس ښارګوټی: ۱۳۹ جریبه امارتي او ۴۰۰ جریبه شخصي ځمکه.
د دولت‌زي ښارګوټی (بګرامي): ۳۸.۳ جریبه دولتي او ۱۰۴۱.۷ جریبه شخصي ځمکه.
د علاءالدین خیل ښارګوټی: ۱۰۹۵ جریبه امارتي او ۵۵۵ جریبه شخصي ځمکه.
د حبیب‌الله ځاځی ښارګوټی: ۴۱۸.۸ جریبه امارتي او ۵۲۲ جریبه شخصي ځمکه.
پاتې دې نه وي چې، د یاد فرمان پر بنسټ، د پراختیايي پلانونو دپلي کېدو تر څنګ، د بېرته راګرځول شویو ځمکو د وېش زمینه هم برابره شوې ده.