
د کابل ښاروالۍ د کار، ساتنې او مراقبت ریاست له خوا د کابل په لوېدیځ زون کې د څوارلسمې ناحیې اړوند د کمپنۍ له پله څخه د قلعه حیدر سیمې د ګچ تر فابریکې پورې د کابل- کندهار سړک د جوړولو او پراختیا لومړنۍ چارې چې، کیندنې، خاورې لېږدول او هوارول پکې شامل دي، روانې دي.
ټاکل شوې ده دغه سړک د ۷۰۰۰ مترو په اوږدوالي او ۶۰ مترو په سور سره د ۱۸ میاشتو په موده کې په اساسي توګه جوړ شي.
د کابل ښاروالۍ مشرتابه د اقتصادي دهلیزونو پراختیا ته ژمنتیا لري او یاد سړک هم د کابل ښار د یوه مهم اقتصادي دهلیز په توګه په معیاري توګه جوړېږي څو د هېوادوالو ترانسپورتي اړتیاوې پوره شي.
دغه سړک د سیمو د اقتصادي ودې په برخه کې ځانګړی اهمیت لري، چې په جوړېدو سره به یې د کابل- کندهار لویې لارې مسافرینو ته د تګ راتګ په برخه کې ګڼې آسانتیاوې رامنځته شي.
د یادونې وړ ده چې، د دې سړک په اوږدو کې ۲۵۶ ملکیتونه تر استملاک لاندې دي چې، د اصولو او کړنلارې له مخې به یې مالکانو ته بدیل حقونه ورکړل شي. همدا راز په نږدې راتلونکې کې به د خنډونو( استملاکي ملکیتونو) د پاکولو چارې هم پیل شي.
د کمپنۍ له پله څخه د ګچ تر فابریکې پورې د کابل - کندهار سړک د جوړولو او پراختیا چارې روانې دي


