
د کابل ښاروالۍ د مسئولینو، عالمانو، ګذر وکیلانو او ځوانانو په ګډون په اوومه ناحیه کې د نیالګیو کېنولو کمپاین ترسره شو.
په دې اړه جوړه شوې غونډه کې د خپرونو او عامه پوهاوي ریاست د عامه پوهاوي آمر محمد یاسین امین، د اوومې ناحیې د ښاري خدمتونو آمر عبدالشکور ذهین او د یادې ناحیې د ګذر وکیلانو شورا رئیس رحمت الله کریمي هر یوه په خپل وار د نیالګیو او زرغونو سیمو په اهمیت خبرې وکړې او ویې ویل چې، زرغونې سیمې د انسان په ژوند کې ځانګړی اهمیت لري او د نیالګیو کېنولو دا موسم یو ښه فرصت دی څو نیالګي کېنوو او په ښه توګه یې ساتنه وکړو.
د یادونې وړ ده چې، د اوومې ناحیې د زرغونو سیمو د پراختیا په موخه، د یادې ناحیې اوسېدونکو یو شمېر نیالګي چمتو کړي دي. همدا راز د کابل ښاروالۍ د زرغونتیا ریاست د یادې ناحیې په کچه زرګونه نیالګي کېنوي او له هغه څخه به په دوامداره توګه ساتنه کوي.
په اوومه ناحیه کې د نیالګیو کېنولو کمپاین ترسره شو


