الوتني

د کابل د هوا وضعیت


         

په کابل کی د آذان شرعی وختونه

د اجرا په حال کې...

د نن ورځی د اسعارو بیه

1 دالر 63.90 افغانی
1 یورو 74.40 افغانی
1 درهم 17.47 افغانی
1 تومان 0.35 افغانی
1 کلدار 0.223 افغانی
1 هندی 0.74 افغانی

د کابل ورځپاڼی

د حمزه خیریه بنسټ د ۱۱۳۰ نیالګیو په کېنولو سره د ښار په زرغونتیا کې برخه واخیسته


د حمزه خیریه بنسټ د پنځلسمې ناحیې د لومړي ګذر په پارک او د دویم ګذر په زرغونه سیمه کې د ۱۱۳۰ ناجو، لمنز، طلایي شمشاد، سرو، مجنون بید نیالګیو او مرسل ګلانو په کینولو سره د کابل ښار په زرغونتیا کې برخه واخیسته.
د پنځلسمې ناحیې رئیس، مفتي روح‌الله عثماني، د یاد بنسټ د هېواد پالنې له احساس څخه مننه وکړه او ویې ویل: د دې ناحیې د زرغونو سسیمو د پراختیا په موخه، د کابل ښاروالۍ له خوا بېلابېلې برنامې پیل شوي دي، چې په پلي کولو کې یې د ښاریانو او خصوصي سکتور مرسته مهم رول لري.
نوموړي زیاته کړه چې، د کابل ښاروالۍ د زرغونتیا ریاست هڅه کوي چې د کابل ښار زرغونې سیمې پراخې کړي، څو په راتلونکي کې د سالم ښاري ژوند، ذهني آرامتیا، پاکې هوا او د اقلیمي وضعیت د ښه والي زمینه برابره شي.
دغه راز د یاد بنسټ استازي، حکمت‌الله حبیبي، له کابل ښاروالۍ سره د دوامداره مرستو پر اهمیت ټینګار وکړ او ویې ویل: د ښار زرغونتیا او ښکلا یوازې د کابل ښاروالۍ مسئولیت نه دی، بلکې ټول باید په ګډه کار وکړو تر څو راتلونکو نسلونو ته زرغون او غوړېدلی چاپېریال رامنځته شي.
د یادونې وړ ده چې، حمزه خیریه بنسټ تېر کال هم د قصبې سیمې د زرغون کمربند په پروژه کې ۱۱۰۰ نیالګي کېنولي وو، چې د کابل ښاروالۍ د مشرتابه له خوا وستایل شو.