الوتني

د کابل د هوا وضعیت


         

په کابل کی د آذان شرعی وختونه

د اجرا په حال کې...

د نن ورځی د اسعارو بیه

1 دالر 63.90 افغانی
1 یورو 74.40 افغانی
1 درهم 17.47 افغانی
1 تومان 0.35 افغانی
1 کلدار 0.223 افغانی
1 هندی 0.74 افغانی

د کابل ورځپاڼی

د کمري سړک د جوړولو پروژه ۸۵ سلنه پرمختګ لري


د دوه ویشتمې ناحیې اړوند د بګرامي پروژې په لوېدیځه برخه کې د کمري سړک د جوړولو پروژه تر اوسه ۸۵ سلنه پرمخ تللې ده او ټاکل شوې چې تر نږدې راتلونکې یوې میاشتې پورې بشپړه او ګټې اخیستنې ته وسپارل شي.
دغه سړک چې، په ټولیزه توګه ۲۵۸۶ متره اوږدوالی لري، ۱۲۵۵ متره برخه یې د ۲۶ او ۳۱ مترو په سور قیر او پاتې ۱۳۳۱ متره برخه یې د ۶.۵ مترو په سور سره په کانکریټي بڼه طرحه شوې ده.
د دې سړک د لومړۍ برخې، لومړې او دویمه طبقه قیرچارې څه موده وړاندې بشپړې شوې دي او اوس مهال یې د کانکریټي برخې او د پروژې د نورو برخو په جوړولو کار روان دی.
په دې پروژه کې د سړک جوړولو ترڅنګ، د ۱۲۵۵ مترو په اوږدوالي او ۲ مترو په سور یوه لوی کانال، د ۸.۵ او ۱۸ مترو په اوږدوالي او له ۶۰ څخه تر ۸۰ سانتي‌ مترو پورې سور سره د ۴۶ پلچکونو، د ۸۵ مترو په اوږدوالی او ۲.۷ متره لوړوالي سره د استنادي دیوال او دغه راز د لښتیو، پلیولارو، ګلدانونو جوړول، د څراغونو نصبول او په سړک د کرښواچول هم شامل دي.
یاده پروژه د کابل ښاروالۍ له مهمو زیربنایي پروژو څخه شمېرل کېږي، چې په بشپړېدو سره به یې د تګ راتګ په برخه کې آسانتیاوې رامنځته او د ترانسپورتي وضعیت د ښه والي سربېره به د دوه ویشتمې ناحیې اړوند سیمو اقتصادي ودې ته زمینه هم برابره شي.
د کابل ښاروالۍ د برنامو او پروژو د تنظیم ریاست انجنیران د یادې پروژې له بېلابېلو پړاوونو څخه تخنیکي او فني څارنې ترسره کوي څو یاده پروژه په ټاکلي وخت او لوړ کیفیت بشپړه شي.