
د دهبوري له شه – ید څلورلارې څخه د پوهنتون تر سړک او پر دوام یې د سیلو تر سړک پورې د سړک جوړولو او پراختیا بنسټيزې چارې روانې دي.
دغه سړک چې۱۹۱۰ متره اوږدوالی، ۴۰ او ۲۰ متره سور لري، د لښتیو، پلیو لارو، ګلدانونو، څراغونو او په سړک د کرښو اچولو په ګډون ډیزاین شوی دی.
د دې سړک د جوړولو چارې د کابل ښار د سړکونو شبکې د اصلاحي پلان پر بنسټ تر لاس لاندې دي او موخه یې په کابل ښار کې د ترافیکي او ترانسپورتي زېربناوو پراختیا ده. ټاکل شوې ده دغه پروژه په روان کال کې بشپړه او ګټې اخیستنې ته وسپارل شي.
د دې سړک په جوړېدو سره به ښاریانو ته د تګ راتګ په برخه کې ګڼې آسانتیاوې رامنځته او په ورڅېرمه سړکونو کې به ترافیکي ګڼه ګوڼه کمښت ومومي.
د دهبوري له شه-ید څلورلارې څخه د سیلو تر سړک پورې د سړک بنسټیزې چارې روانې دي


