الوتني

د کابل د هوا وضعیت


         

په کابل کی د آذان شرعی وختونه

د اجرا په حال کې...

د نن ورځی د اسعارو بیه

1 دالر 63.90 افغانی
1 یورو 74.40 افغانی
1 درهم 17.47 افغانی
1 تومان 0.35 افغانی
1 کلدار 0.223 افغانی
1 هندی 0.74 افغانی

د کابل ورځپاڼی

په کابل کې د ګلانو او زینتي بوټو دویم نندارتون تر سره کېږي

17 ثور 1405


د ګلانو او زنیتي بوټو د دویم نندارتون د ترسره کولو په اړه د کابل ښاروالۍ د ښاري خدمتونو د مرستیال مولوي محمد خالد سجستاني په مشرۍ د همغږۍ لومړنۍ ناسته ترسره شوه.
په دې ناسته کې د ښاري خدمتونو مرستیال د زرغونو سیمو د پراختیا د اهمیت په اړه خبرې وکړې او ټینګار یې وکړ چې، دا نندارتون باید د ګلانو او زنیتي بوټو د لیدنې ترڅنګ، د ښاریانو د نظرونو راټولولو ته هم زمینه برابره کړي څو په راتلونکې کې هغه ګلان د کېنولو په موخه وټاکل شي چې، د کابل له اقلیم( اوبو او هوا) سره مطابقت ولري. له دې نندارتون څخه بله موخه، له طبیعت سره د ښاریانو د مینې د کلتور دودول هم دي.
نوموړي همدا راز څرګنده کړه چې، په دې نندارتون کې باید د خصوصي سکټور لپاره هم د ګلانو او زنیتي بوټو د پلورلو زمینه برابره شي او د کابل ښاروالۍ اړوند قوریو کې روزل شوي زرګونه ګلان دې هم نندارې ته وړاندې شي څو یې ښاریان په مناسبت قیمت ترلاسه کړي.
د یادونې وړ ده چې، د ښاري خدمتونو مرستیال د یاد نندارتون لپاره د چمتوالي په موخه، د پغمان او ګولایي پارک په سیمو کې د کابل ښاروالۍ له ګل خونو او قوریو څخه هم لیدنه وکړه.
پاتې دې نه وي چې، تېر کال هم د کابل ښاروالۍ له خوا د ګلانو او زنیتي بوټو نندارتون ترسره شو چې، د ګڼ شمېر ښاریانو له تود هرکلي او ملاتړ سره مخ شو.
د دې نندارتون د ترسره کېدو وخت او ځای به ان‌شاءالله په راتلونکو ورځو کې په ډاګه شي.