
د یوولسمې او اوولسمې ناحیې اړوند، د ۳۱۵ له سیمې څخه د منشي میرغلام تر سیمې او له هغه ځایه د کابل–پروان تر سړک پورې، د ۶٬۶۸۴ مترو په اوږدوالي او ۳۰ متره سور سره د هزاره بغل د نوي نښلوونکي سړک ( د خیرخانې کوتل بدیل سړک) د جوړولو چارې هممهاله په دوو برخو کې په چټکۍ سره روانې دي.
دغه پروژه چې په هغه کې د لښتیو، پليولارو، د سړک په اوږدو کې استنادي دېوالونو او پلچکونو جوړول، د څراغونو نصبول، په سړک د کرښو اچول او د یوه معیاري سړک نورې برخې هم شاملي دي، تر راتلونکو ۱۷ میاشتو پورې به په اساسي او معیاري توګه بشپړه شي.
د کابل ښار په شمالي زون کې د دې سړک جوړول د خیرخانې کوتل د ترافیکي ګڼېګوڼې په کمښت او د شاوخوا سیمو په اقتصادي او پراختیایي وده کې اغېزناک رول لري.
د یادونې وړ ده چې، د غه سړک له ۳۱۵ سیمې څخه تر منشي میر غلام ښارګوټي پورې ۲٬۶۳۵ متره او له منشي میر غلام ښارګوټي څخه تر کابل–پروان سړک پورې، مزار هډې ته نږدې ۴٬۰۴۹ متره اوږدوالی لري.
د هزاره بغل نوي سړک (د خیرخانې کوتل بدیل سړک) د جوړولو چارې په چټکۍ سره روانې دي


