الوتني

د کابل د هوا وضعیت


         

په کابل کی د آذان شرعی وختونه

د اجرا په حال کې...

د نن ورځی د اسعارو بیه

1 دالر 63.90 افغانی
1 یورو 74.40 افغانی
1 درهم 17.47 افغانی
1 تومان 0.35 افغانی
1 کلدار 0.223 افغانی
1 هندی 0.74 افغانی

د کابل ورځپاڼی

په لسمه ناحیه کې د رسول اکرم (ص) جامع جومات د جوړولو چارې ښه کاري پرمختګ لري

19 ثور 1405


په لسمه ناحیه کې د رسول اکرم(ص) جامع جومات د جوړولو چارې ۵۵ سلنه کاري پرمختګ لري. دغه پروژه چې، د کابل ښاروالۍ د کار، ساتنې او مراقبت ریاست له خوا د قلعه فتح الله سړک په اوږدو کې د پلي کېدو په حال کې ده په دیني او ټولنیزو برخو کې د کابل ښاروالۍ یوه مهمه زېربنايي پروژه ده.
یاد جومات چې په ۹۰۰ متر مربع ځمکه کې د یوې تهکوۍ په ګډون په دوو پوړونو کې ډیزاین شوی دی، په یو وخت د ۱۷۰۰ لمونځ کوونکو ظرفیت لري. دغه راز په دې جومات کې د اوداسه ځای، تشنابونه، زرغونې سیمې او نورې آسانتیاوې هم په پام کې نیول شوې دي.
مسئولین وايي چې، هڅه کېږي څو دغه پروژه په ټاکلي وخت بشپړه او ګټې اخیستنې ته وسپارل شي. د دې جومات په جوړېډو سره به ښاریان وکولای شي په مناسب ځای کې خپل عبادات ترسره او په یوه آرامه فضا کې خپل لمونځونه اداء کړي.
ورته مهال د ا.ا.ا د مشرتابه د سپارښتنې پر بنسټ د ښار په بېلابېلو ناحیو کې د څو نورو جامع جوماتو د جوړولو چارې هم تر لاس لاندې دي چې، په څلورمه ناحیه کې د یوه بل جومات د جوړولو چارې روانې دي او په نږدې راتلونکې کې به یې د پاتې نورو د جوړولو چارې هم پیل شي.