الوتني

د کابل د هوا وضعیت


         

په کابل کی د آذان شرعی وختونه

د اجرا په حال کې...

د نن ورځی د اسعارو بیه

1 دالر 63.90 افغانی
1 یورو 74.40 افغانی
1 درهم 17.47 افغانی
1 تومان 0.35 افغانی
1 کلدار 0.223 افغانی
1 هندی 0.74 افغانی

د کابل ورځپاڼی

کابل ښاروال د سړک جوړونې له پروژو څخه څارنه وکړه

21 ثور 1405


کابل ښاروال مولوي عبدالرشید، د کابل ښار د سوېل ختیځ زون د پنځو مهمو سړک جوړونې پروژو د پلي کېدو بهیر له نږدې وڅاره او د بې‌کیفیته کار د مخنیوي لپاره یې اړوندو مسئولینو ته اړینې سپارښتنې وکړې.
په یادو پروژو کې د کابل ـ لوګر سړک لومړۍ برخه، له بیني‌حصار څخه تر ستانکزي او بیا تر بګرامیو پورې سړک، د بګرامیو له پله څخه د ملالۍ څلورلارې تر سوېلي سړک د بت‌خاک تر څلورلارې او همدا راز د بګرامیو پروژې لوېدیځ لوري ته د کمري سړک شامل دي.
کابل ښاروال د څارنې پر مهال له ستانکزي څلورلارې څخه تر بګرامیو پورې د سړک په بنسټیزو چارو کې د بې‌کیفیته توکو د کارولو مخه ونیوله او ټینګار یې وکړ چې، له هر ډول ناغیړۍ او غفلت څخه دې ډډه وشي او د سړکونو ټول کاري پړاوونه دې د ټاکلو معیارونومطابق پرمخ یوړل شي.
دغه راز کابل ښاروال څرګنده کړه چې، د کارونو کیفیت او شفافیت په جدي توګه څارل کېږي او زیاته یې کړه: بې‌کیفیته کار هېڅکله د منلو وړ نه دی او که ولیدل شي بېرته به ویجاړ شي.
نوموړي قراردادي شرکتونو ته سپارښتنه وکړه چې، د امکاناتو له اغېزمنې ګټې اخیستنې او د تخنیکي سندونوپه رعایتولو سره دې پروژې په ټاکلي وخت او لوړ کیفیت بشپړې کړي.
همدا شان کابل ښاروال تخنیکي او فني مسئولینو ته سپارښتنه وکړه چې، له ټولو کاري پړواونو څخه دې په دوامداره توګه وڅارل وکړي او ودانیز توکي دې تر کارولو وړاندې په لابراتوار کې وازمایل شي.
د یادونې وړ ده چې د دغو څارنو موخه، د پروژو د کیفیت تضمین، د چارو د بهیر چټکتیا او د کابل ښار د زېربنایي پروژو په پلي کېدو کې د ځنډ مخنیوی دی.