
د کابل ښاروالۍ د ټولنیزو او کلتوري چارو د مرستیال حاجي محمد نبي عثماني په مشرۍ د ګذر وکیلانو د ارزونې کمېټې ناسته ترسره شوه.
په دې ناسته کې د اوومې، یولسمې، نولسمې او یو ویشتمې ناحیې له لوري ور پېژندل شوي کسان په دقیقه توګه وارزول شول.
د مسئولینو په وینا؛ هغه کسان چې لوړې نمرې ترلاسه کړې او د کمېټې د تایید وړ وګرځي، د وروستي تصویب لپاره به د کابل ښاروالۍ مقام ته وړاندیز شي او د کابل ښاروالۍ مقام له منظورۍ وروسته به د ټولنیزو او ولسي چارو د همغږۍ ریاست له لارې خپل مهر ترلاسه او اړوندو ناحیو ته به د ګذر وکیل په توګه ور وپېژندل شي.
د کابل ښاروالۍ د ولسي او ټولنیزو چارو د همغږۍ رئیس قاري انعام الله قاضي زاده وویل چې، د ګذر وکیلانو د ارزونې کمېټه د ور پېژندل شویو کسانو د مکلفیت، ټولنیز مسئولیت، اهلیت او شخصیت کچه ارزوي. د نوموړي په وینا؛ تر اوسه په بېلابېلو ناحیو کې د ګذر وکیلانو ارزونه ترسره شوې او هغه کسانو چې، لوړې نمرې یې ترلاسه کړې وي د کابل ښاروالۍ مقام ته وړاندیز شوي دي.
دغه کمیټه په میاشت کې دوه یا درې ځله د اړتیا له مخې غونډه ترسره کوي او د ګذر د اوسېدونکو له خوا ورپېژندل شوي کسان ارزوي.
د ګذر وکیلانو د ارزونې کمیټې ناسته ترسره شوه
21 ثور 1405


