
د کابل ښاروالۍ له خوا او د ملګرو ملتونو د پروژوي خدمتونو د دفتر په مرسته، د دولسمې ناحیې اړوند د ۲۴م ګذر په امنیت ښارګوټي کې د ۳ فرعي سړکونو او یوې کوڅې کانکریټ چارې پیل شوې.
د کابل ښاروالۍ د برنامو او پروژو د تنظیم ریاست د معلوماتو له مخې، دغه پروژه چې په ټولیزه توګه ۱۲۳۰ متره اوږدوالی او له ۴ څخه تر ۶ مترو پورې سورلري، تر اوسه ۸۰ سلنه پرمخ تللې ده.
دغه پروژه چې د لښتیو جوړول هم پکې شامل دي تر راتلونکې یوې میاشتې پورې به په معیاري توګه بشپړه او ورسره جوخت به د سیمې د اوسېدونکو ترانسپورتي او چاپېریالي ستونزې تر ډېره هوارې شي.
د یادونې وړ ده چې، په دې پروژه کې یو شمېر هېوادوالو ته د کار زمینه هم برابره شوې ده.
د دولسمې ناحیې په ۲۴م ګذر کې د فرعي سړکونو او کوڅې کانکریټ چارې پیل شوې


